ایکناخبری اژانس راپور راکړ، د ایران د اسلامي جمهوریت خلک د غم په توګه د تورو بیرغونو په لګولو او د عزادارۍ د مختلفو دستورو په جوړولو سره، د اسلام له دغې لوئې بي بي سره او د رسول الله مبارک له پاکې کورنۍ اهلبیت علیهم السلام سره خپله مینه او ارادت څرګندوي.
د ایران په قم سپيڅلي ښار کښې د حضرت معصومې بي بي په پاک حرم کښې هم د وینا او مداحۍ ځانګړي پروګرامونه کیږي او زیارتوال او د قم زیاتره خلک په حرم کښې ویر او ماتم کوي.
مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام مینه والو او خپلو ګرانو کتونکو او لوستونکو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.